د افغان ټلیکام شرکت د (DSL) او سلام شبکې انټرنیټي بستو بیې راټیټې شوې

mcitadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱/۵ - ۵:۳
lll

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ظرفیتونو څخه د اغیز لرونکي ګټې اخیستنې او د انټر نیټي بستو د قیمتونو راټیټولو په موخه د اقتصاد عالي شورا ته طرحه وړاندې کړه، چې د اقتصاد عالي شورا له تائید وروسته د انټرنیټي بستو په نرخونو کې د پام وړ بدلون راغی
دا دې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام د 3G په انټر نیټي بستو کې ۱۰٪ سلنه ټیټوالی راغی چې د نورو مخابراتي شبکو په نسبت شل سلنه ټیټوالی ښیي. همدارنګه د افغان ټلیکام په سیم لرونکو (DSL) انټر نیټي بستو کې کابو ۳۷.۵۰٪ سلنه تخفیف رامنځ ته شو. دغه تخفیفونه د ۱۳۹۷ لمریز کال د وري د لومړی څخه د تطبیق وړدي
په عین حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو شرکتونو او انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو ته په مشروط ډول ۲۰٪ سلنه تخفیف په نظر کې نیولی چې نوموړی تخفیف مستقیما د یادو شرکتونو له خوا مشتریانو ته ورکړل شي
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په دې هڅه کې دی چې په تدریجي ډول د انټرنیټ قیمتونه راټیټ ، کیفیت بهتر او انټرنیټي پوښښ ته پراختیا ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته