د افغانستان د پشه یی ټولنې استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال سره وکتل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان میشتو پشه يي ځوانانو استازو، مخورو، روڼ آندو او د پشه يي ځوانانو متعهدي ټولنې رئیس ښاغلي حنیف الله غمخور پشه يي او د یادي ټولني مرستیال ښاغلي محمد رضا علی زاده نن ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال وزیر ښاغلي سیداحمدشاه سادات سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل. د یادو ځوانانو د لیدنې موخه د ښاغلي سادات صیب ته د نوي دندي د مبارکی ویلو تر څنګ په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د زیربناؤ څخه د پوره ساتنې او د یادو وزارت له کړنو او راتلونکو پلانونو څخه د پوره ملاتړ او حمايي ژمنه وکړه.

 د یادولو وړ ده چي د پشه يي قوم استازو  له  تخار، بامیان او ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) څخه تشریف راوړی وو، دوی زیا ته کړه چې د پشه يي قوم ډیری  اوسیدونکې په کلیوالو او لیري پرتو سیمو کې ژوند کوي نو له دي امله يي یادو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د غځولو غوښتنه وکړه او د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د کیفیت د لوړوالي او بیو د ټیټوالي وړاندیز يي هم وکړ.

همدارنګه د یادي ټولنې استازو د خپلو مدنې حقوقو په نظر کې نیولو سره هیله څرګنده کړه چې دوی ته د غوره مخابراتي خدمتونو سره سره د ځوان نسل د سالمې روزنې په موخه د انټرنټ مراکز جوړ کړي تر څو زده کړیالان او ځوان نسل وکولای شي چي له پرمختللیو منابعو څخه کره، موثق او تازه معلوماتو ته لاس رسی ولري او د هیواد په بیا رغوونه کې پوره برخه واخلي.

ښاغلي سادات د پشه يي ځوانانو، مخورو، روڼ آندو او د ولایاتو د استازو له هراخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او د دوی وړاندیزونه يي په ورین تندي واوریدل او د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاس رسي او د ستونزو د حل په موخه يي  د هر اړخیزو همکاریو ژمنه يي وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته