د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دریو مهمو اقتصادي پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د آغلې ‏معصومه خاوري وینا

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۹:۵۸
بیانیه محترمه معصومه خاوری

بسم الله الرحمان الرحیم

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب ولسمشر په اجازه، د دوست او ګاونډي هیواد ترکمنستان ‏جلالتمآب ولسمشر، د کابینې وزیرانو، درنو حاضرینو، دولتي چارواکو او د دوه دوستو او ګاونډیو ‏هیوادونو چارواکو، سیاسي شخصیتونو، درنو میلمنو السلام و علیکم و رحمت الله و برکاته‎! ‎

نن ډیر خوشحاله یم چې په یوه خورا مهمه تاریخي پیښه کې چې د دوه ښه ګاونډي هیوادونو چې اوږد ‏مهاله دوستانه اړیکې لري، افغانستان او ترکمنستان ترمینځ د دریو مهمو پراختیایی پروژو د پرانیستې ‏په مراسمو کې حاضره یم‎.‎

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خوښ دی چې د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي پلي ‏کولو سره خصوصي مخابراتي شرکتونو ته د نوري فایبر تمدید او غزولو کې پانګوونې لپاره فرصت ‏برابر شوی دی. د دې لاسته راوړنې یوه روښانه بیلګه د دوست او ګاونډي هیواد ترکمنستان څخه د ‏افغانستان د بېسیم مخابراتي شرکت لخوا د نوري فایبر غزول دي ، چې نن یې شاهدان یو‎.‎

ا فغانستان دمخه د افغان ټلیکام لخوا د نوري فایبر په غزولو سره د ترکمنستان په ګډون پنځو ګاونډیو ‏هیوادونو سره نښلول شوی او د واخان دهلیز له لارې چین سره د نښلولو لپاره هڅې روانې دي چې د دې ‏پروژې په بشپړیدو سره به د افغانستان د نوري فایبر حلقوي رینګ پروژه بشپړه شي‎.‎

بیانیه محترمه معصومه خاوری

ګرانو حاضرینو‎!‎

د نوري فایبر لاین غزونه ډیری مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوې رامنځته کوي، او په حقیقت کې نوري ‏فایبر د ۲۱ پیړۍ بنسټ دی. هغه څه چې په ۲۱ مه پیړۍ کې ترسره کیږي د نوري فایبر شبکې، اتصال ‏او پر نړیوال ټکنالوجۍ پوهې پرته ناممکن دي‎. ‎

د برښنایي حکومت پیاوړي کول او د افغانستان ډیجیټل کول د افغانستان د حکومت له اصلي اهدافو ‏څخه دي دا اهداف د نوري فایبر شبکې پراختیا په شمول اړونده زیربناو په پام کې نه نیولو او چمتو ‏کولو پرته ، نشي پوره کیدی‎.‎

افغانستان د آسیا یوې څلور لارې ته اړول، په تیرو پنځو کلونو کې د حکومت د رهبرۍ یو له مهمو ‏شعارونو څخه و، چې نن یي پلي کیدو شاهدان یو‎.‎

افغانستان نه یوازې د ترانسپورت په برخه کې په سیمه او آسیا کې یو "څلور لارې" ګرځیدلی ، بلکې د ‏‏"ډیټا او معلوماتو" لیږدولو کې به هم مهم رول ولوبوي

په پای کې ، باید وویل شي چې د افغانستان او د سیمې هیوادونو او ګاونډیو ترمنځ په بیلا بیلو برخو ‏کې د بالقوه همکاریو ډیر فرصتونه شتون لري. زه ډیر خوشحاله او په ضمن کې باور لرم چې د دولت ‏مشرتابه، او جلالتمآب ولسمشر، پدې برخه کې په پوره دقت او جدیت کار کوي‎.‎

په پای کې، زه یوځل بیا ‏د دې دریو مهمو پروژو د پرانیستې مراسمو دواړو هیوادونو چې تل ښه ‏ګاونډیان پاتې شوي دي مشرانو، چارواکو او خلکو ته مبارکي وایم، او دواړو هیوادونو ته د سولې، ثبات ‏او هوساینې هیله کوم.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د لغمان ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د عوایدو په راټولولو کې د زیاتوالي له امله وستایل شو

د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي محمد همایون شمس له ورکړل شوې هدف څخه د ډیر عاید راټولولو له امله وستایل شو...

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۷:۴۵
Background image

د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی رئیس رسماً دنده پيل کړه

د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوی رئیس ښاغلي شفیق الله مشفق د یوې غونډې په ترڅ کې د ولایت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل لخوا چې...

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۷:۵۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د سرتیري ملي ورځ ولمانځل شوه

د دولت رهبري پلاوي لخوا د سرتیري ملي ورځې په ویاړ د لمانځ‌غونډې هم‌مهاله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه هم د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو...

بېرته خبرونه ته