د احصایې ملي ادارې د کاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د ډیجیټلي کولو سیسټم بیا ځلې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۲۶
سیستم سازی

د قاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د ډیجټلي کولو سیسټم چې له ۱۴۰۰ هـ ش څخه راپدېخوا د یو لړ تخینکي ستونزو له امله غیرفعال و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ د ریاست له لوري بیا ځلي فعال او اوس مهال په عملي ډول ګټه ترې اخیستل کېږي.

یاد سیسټم چې د هېواد په کچه یو له مهمو سیسټمونو څخه دی او د کاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د آرشیف او الکټرونیکي کولو پروسه پکې مخې ته ځي له اړتیا سره سم د بیا ځلې فعالېدو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ د انجنیرانو له لوري یې د سیسټم ټولې برخې ارزول شوي، ستونزې ملاحظات او هغه کمبودیانې چې باید حل کړای شي د پلان له مخې په نظر کې نیول شوې وې چې د سیسټم د چمتو کولو په مرحله کې یې ټولې نیمګړتیاوې حل او له امتحاني دورې وروسته د احصایې ملي ادارې ته سپارل شوی چې اوس مهال د یاد سیسټم له لارې عملا د معلوماتو د ثبت پروسه جریان لري.

د کاغذي پیژندپاڼو د اساس کتابونو د ډیجیټلي کولو او آرشیف سیسټم کې د سهولتونو د ایجاد او همدارزا د ناسمو معلوماتو د درج کولو د مخنیوي په موخه دغې سیسټم کې ګڼې مهمې برخې په نظر کې نیول شوي چې په اساس یې اصلي معلومات راټولېږي او په دقیق او منظم شکل ذخیره کېږي چې له مخې یې راتلونکي لپاره د باور وړ (ډیټا) معلومات خوندي پاتې کېږي او همدا راز د ډیټا د کیفیت د ساتلو په موخه د کیفیت د کنټرول برخه هم لري چې استفاده کوونکي کولای شي ثبت شویو معلوماتو ارزونه وکړي، په څو مهمو برخو یې وویشي او د کیفیت د ښه والي په موخه خپل پلانونه عملي کړي، د کاغذي پیژندپاڼو یاد سیسټم چې د احصایې ملي اداره به د هېواد په کچه ټولې هغه کاغذي تذکرې چې له ۱۳۵۲ هـ ش کال راپدېخوا ویشل شوي د یاد سیسټم له مخې ډیجیټلایز کړي او د دې لپاره چې د اسنادو موثقیت تر سوال لاندې رانشي سیسټم د ریکارډونو د تفتیش ۳ مرحلې لري چې په تطبیق سره یې د غلطو معلوماتو درج کولو اندېښنه له منځه وړي.

د کاغذي پیژند پاڼو سیسټم چې د اپکلیشن په ډول ترې ګټه پورته کېږي د سیسټم ټولې برخې، د پالیسیو تطبیق، پروسې او  ګڼ پروسیجرونه په یوه وخت کې د کاغذي پیژندپاڼې د اساس کتابونو د ډیجیټلي کولو او آرشیف سیسټم کې  کار کوي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق دنده پرغاړه لري د هېواد په کچه یې ګڼو امارتي ادارو ته د دوی د غوښتنو په اساس سیسټمونه جوړ کړي او لا هم افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق په موخه امارتي ادارو او وزارتونو ته د افغان انجنیرانو په توسط موثر او د عصر د ټکنالوجۍ په اساس خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۶
Background image

کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
Background image

د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته...

بېرته خبرونه ته