د آسان خدمت اداره د کار په ملي نندارتون کي گدون وکړ
د روان 1397 کال د ثور د میاشتې په 9 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې د کار په ملي نندارتون کې چې د کار، ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او د ILO موسسې لخوا د بابر په بڼ کې جوړ شوی و ګډون وکړ.
په دې نندارتون کې، ټول ګډونوال د کار د پرمختګ، لنډ مهالو او اوږدمهالو پلانونو په اړه معلومات تر لاسه کړل، او په کلکه یې د آسان خدمت د پلانونو د پلي کیدو غوښتنه وکړه.