خوندي انټرنټ په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښځو لپاره

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵۲
کابل، افغانستان: زمینه استفاده از انترنت مصؤن به ویژه برای کودکان وزنان فراهم گردد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د پوهنې وزارت ، د ښځو د چارو وزارت او ټکنیشن شرکت په ګډون د خوندی انټرنټ نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل.

د خوندي انترنت ورځ د لمانځلو موخه د ښخځو او ماشومانو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول او د انټرنیټ د اغیزمنې کارونې په اړه پوهاوي ده.

په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبی وویل چې د انترنیټي خدمتونو  کارولو په منظور  زیاتو پوهاوی ته په تیره بیا د ماشومانو او میرمنو لپاره اړتیا لیدل کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د انټرنټ کاروونکو، په تیره بیا د ښځو او ماشومانو په وړاندې د ننګونو او زیانمننې په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې زیانمننې باید پیدا او وپیژندل شي او د له منځه وړلو لپاره یې په ګډه هڅه وکړو.

د مخابراتو وزیر همدا راز وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت به د هېواد ټولو ښوونځيو ته  کمپیوټر او تجهزات چمتو کړي  او د دې امکاناتو څخه ګټه اخیستل د پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري.

ښاغلی اریوبی زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانستان د انټرنیټ د معلوماتو د امنیت په اړه کار بشپړ کړی دی، د بریښنایی حکومتوالی قانون بشپړ شوی او ډیر ژر به تصویب شي، د سایبري جرایمو جزا قانون تایید شوی او ډیر ژر به د معلوماتو د خوندي ساتنې لپاره نور مقررات او طرزالعملونه تصویب کړي.

همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت په 1397 کال کې د NIXA پروګرام پیل کړ او د Cybercrime څیړنېز لابراتوار یې جوړ کړ چې اوس مهال کارول کیږي. د ګړندي غبرګون تخنیکي ټیمونه د انټرنېټ په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره 24 ساعته کار کوي.

اوسمهال په ټول هیواد کې 9.7 ملیونه وګړي انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسۍ لري، چې د تیر یو نیم کال په پرتله نږدې دوه میلیونه ډیروالی ښیي.
په دغه کنفرانس کې، د تکنیشن شرکت مشر ښاغلي عمر منصور انصاري، د Cyber Identity Theft ، Sextortion، Cyberstalking، Cyber Bullying، په اړه تشریحی معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د انټرنېټ په اوسني نړۍ کې ماشومانو او میرمنو په وړاندې خنډونه شتون لري. اړینه ده چې عامه ادارې او خصوصي سکتور په ګډه د ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټوي. همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست او د ښځو د چارو وزارت مرستیال د خوندي انټرنیټ لپاره د پوهاوي لوړولو په برخه کې د دوی د رول په اړه خبرې وکړې، او ژمنه یې وکړه چې د ننګونو د حل لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره همکاری وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته