خوست ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه
د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په خوست ښار کې د ام ټي ان، افغان بيسيم، سلام، روشن او اتصالات مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه
د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې یادو شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده چې خوست ولایت کې موجوده مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.