بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ کې د سټلایټ د دوو غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آټرا) د قانون له مخې، په مخابراتي او انټرنټي چاپریال کې د غیرقانوني کړنو یعنې له جواز پرته د مخنیوي په موخه د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د سټلایټ د سټارلنک په نوم د دوو دستګاوو چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت ترسرکاوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د آترا ادارې اوامنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کشف او فعالیت یې ودرول شو.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او امنیتي ارګانونود دغه کړنې ستاينه وکړه او د یاد ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له هڅو يې خوښي څرګنده کړه.