بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۲:۱۶
ولایت بامیان

د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس د افغان بیسیم، افغان ټیلی کام او ای سی جي مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې له  بامیان -سرپل، بامیان-غور-هرات او بامیان- دایکندی ولایتونو پورې د نوري فایبر د غزولو پروژې په عملي چارو  د ګډې زیربنا جوړول او د شته مخابراتي او انټرنیټي  ستونزو د له منځه وړلو په اړه خبرې وشوې.

د یادولو وړده چی د دغې غونډې په پای کې د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس له لوري یاد شرکتونوته لارښونه وشوه چې د دې ملي پروژې ټولو حیاتي برخو ته په پام سره او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټاکل شوې کړنلارې او نقشې مطابق د نوموړې پروژې عملي چارې پیل کړي او په معیاري ډول سره یې سرته ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته