افغانستان د کسپین بحیری سره د افغانستان له لارې د چین د اتصال پروژې تطبیق ته چمتو دی

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۵:۱۹
افغانستان آماده‌ تطبیق پروژه اتصال چین از طریق افغانستان به بحیره‌ی کسپین می‌باشد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د ترکمنستان سفیر محترم خوجه اويزوف سره د لیدنې تر څنګ د سيمه ييز اتصال، نوري فایبر شبکې پراختيا او CATA پروژې يا د افغانستان له لارې د کسپين بحيري سره د چين د اتصال پروژې په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان سفیر وویل چې هېواد يې په نږدې راتلونکي کې په کسپين بحيره کې د پانګونې په اړه یو نړېوال کنفرانس جوړوي او همدا شان به په نږدې راتلونکي کې د CATA پروژې په اړه د افغانستان دولت سره خپل رسمي نظر شریک کړي.

محترم محمد فهيم هاشمي نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان چمتو دی، دغه مهمه پروژه تطبیق کړي او تمه ده چې ترکمنستان هم په دې برخه کې د خپلو لازمو تياريو په اړه معلومات ورکړي چې له یوه اړخه د نوري فایبر پراختيا او سيمه ييز اتصال ته زمينه برابره شي او له بله پلوه افغانستان د مرکزي اسيا څخه د ختيځې آسيا په لور د ډېټا د انتقال او ټرانزيټ په مرکز بدل او د پام وړ عوايد تر لاسه کړي.

د کسپين بحيري د بحري کیبل سره د افغانستان له لارې د چين اتصال نه یواځې دا چې افغانستان ته د عوايدو له پلوه اهميت لري، بلکې د انټرنېټ د بيو د کمېدو او انټرنټي او مخابراتي خدماتو د کېفيت په برخه کې هم ګټور تمامېدلی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته