ارزګان ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د کمپیوټر ښوونيز مرکز پرانيستل شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۸:۴۰
ارزگان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم د ارزګان ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي او د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس محترم الطاف احمد علمیار، د امارتي ولایتي ادارو رئیسانو او د نوموړي ولايت رسنيو او خلکو په ګډون په رسمي ډول پرانیستل شو.

په غونډه کې د مخابراتو وزارت د داخلي پلټنې او پراختیا رئیس محترم مولوي محمد طارق فاروقي وویل: "موږ اوس تر هر وخت د تکنالوژۍ او عصري علومو زده کړی ته اړتیا لرو ځکه تر هر وخت ښه زمینه برابره شویده." همدا رنګه نوموړي پر ځوانانو ږغ وکړ چی ځانونه د عصری علومو په ګاڼه سنبال کړي.

او همدا رنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس وویل چې د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت ته په کتو سره دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د ارزګان ولایت په ګډون د ۱۶ محرومو ولایتونو اړوند د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې چې ورباندې څه د پاسه ۳۵ میلیونه افغانی لګښت راغلی دی شامل کړیدي.

د یادونې وړ ده چې د ارزګان ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ارزګان ولایت ته د عصري ټکنالوجۍ او د کمپیوټر ښوونیز مرکز لپاره عصري تجهیزات برابر کړل چې له مخې به یې یاد ولایت کې د ټکنالوجۍ په برخه کې ظرفیتونه ډېر او ولس به یې له ګټو مستفید شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته