د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او آسانتیا مرکز د ټکنالوجۍ تجهیزاتو د پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم،  ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او اسانتیا مرکز د ټکنالوجۍ تجهیزاتو د پروژې د قرارداد د څلور ملیونه او شپږدیرش زره او شپږ سوه شل (۴۰۳۶۶۲۰) افغانیو په ارزښت، نعیم پریمیر لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې کابل ښار ۱۱ مه ناحیې په خیرخانه سیمه کې موقعیت لري ورکوي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

په درنښت

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه "

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري او مالي مرستیال

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۱ کابل
Background image

د افغانستان د انټرنېټ تبادلې مرکز (NIXA) د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۴۱ کابل
Background image

د وسایطو د اړتیا وړ ۱۰۴ قلمه پرزو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب...

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۲۹ کابل
Background image

د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي چارو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د ۱۸ منزله ودانۍ د ترمیماتي...

Back to tenders