پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۳۵
پروان

پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري په چاریکارو ښار کې د مخابراتي شبکو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارټونو د خرڅلاو، ثبت او راجسټریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې یادو شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې پروان ولایت کې د مخابراتي شبکو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې مطابق مخابراتي چوپړ وړاندې کوي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته