د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وسایطو بیارغونې لپاره د اړتیا وړ پرزو چمتوکولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت:

  1. د وسایطو (۴۲) قلمه پرزې او ترمیماتو چمتو کولو پروژه چې یو سلو یو نوي زرو څلور سوه اووه اتیا فغانی ارزښت لري محمد کیهان حیدر زاده شرکت ته چې په څلورمه ناحیه تایمني موقعیت لري ورکړي.
  2. د وسایطو (۲۳) قلمه پرزې او ترمیماتو چمتو کولو پروژه چې اووه دیرش زره او پنځه سوه او شپږ شپیشته  فغانۍ ارزښت لري صدیق احمدي شرکت ته چې قوای مرکز کې موقعیت لري ورکړي.
  3. د وسایطو (۱۸) قلمه پرزې او ترمیماتو چمتو کولو پروژه چې دوه سوه څلور څلویښت زره او سل فغانۍ ارزښت لري اتل سروش شرکت ته چې د کابل شپږمې ناحیې په قلعه علی مردان کې موقعیت لري ورکړي.
  4. د وسایطو (۱۶) قلمه پرزې او ترمیماتو چمتو کولو پروژه چې یو سل او دوه ویشت زره او نه سوه او څلور څلویښت افغانۍ ارزښت لري توفیق نظري شرکت ته چې د کابل درېیم پروان (پروان سوم) کې موقعیت لري ورکړي.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات حقانی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders