د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې وزارت ودانیزې بیا رغونې پروژې (د الماریو جوړولو، پارکیټ فرشونو او د ۱۸ پوړیزې ودانۍ ۶، ۷، ۱۲ او ۱۴ مو پوړونو د رنګولو) د قرارداد د ورکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې وزارت ودانیز بیا رغونې پروژې (د الماریو جوړولو، پارکیټ فرشونو او د ۱۸ پوړیزې ودانۍ ۶، ۷، ۱۲ او ۱۴ مو پوړونو د رنګولو) د قرارداد، د آرین احمدزی شرکت ته چې د کابل ښار د بګرامیو ولسوالۍ په حسن خیلو کې موقعیت لري، د پنځه میلیونو نه سوه او اته څلویښت زره شپږ سوه اته شپیته اعشاریه شپږ سوه او پنخه دیرش(۵۹۴۸۶۶۸.۶۳۵) افغانیو په ارزښت وړکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله " حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders