خبرتیا!

naweed_admin
آگاهی سایبری

پدې وروستیو کې، سایبري غولونکي او ناوړه ګټه اخیستونکي د اتباعو د ټولنیزو شبکو د حسابونو هک کولو لپاره غولونکي اقدامات پیل کړي دي. د انټرنیټ د درغلیو دوه عام مثالونه په لاندې ډول دي:

د جعلي لینکونو لیږل:

د ګټه اخیستونکو څخه جعلي لینکونه (په ځینو مواردو کې د باوري ملګرو څخه په پوهه یا ناپوهۍ کې) د مختلفو سرلیکونو لاندې لکه لوبې او ساتیرۍ، جایزې او پیسې ترلاسه کول او د ټولنیزو رسنیو میسینجرونو له لارې او نورو غلطو بهانو او یا په ویب پا ڼو او ټولنیزو شبکو کې پیرودونکو / کاروونکو ته چمتو شوي او ورکول کیږي. د دې لینکونو له خطراتو څخه په بې خبرۍ کې او یا کلیک کولو سره حسابونه هک کیږي او د کاروونکو له لاسرسي څخه وځي.

د امنیتي کوډ غوښتنه (لنډمهاله پاسورډ):

پدې وروستیو کې، د انټرنیټي درغلګر (ځینې وختونه د باوري او پیژندل شوي فیسبوک ملګري) د اتباعو (په ځانګړي توګه میرمنو) له بی خبرۍ ګټه پورته کوي او د مختلفو پلمو په کارولو لکه د انټرنیټ وړیا کول، د بورسونو لپاره راجستر کول، او د ستونزو حل کول د حساب تخنیکرانو او نورو پلمو د امنیتي کوډغوښتنه کوي چې د اتباعو شخصي تماس شمیره یا بریښنالیک ته لیږل کیږي.

غولونکي د Forgot Password تڼۍ، د ګټه اخیستونکو د پاسورډ د ترلاسه کولو لپاره کاروي او په تعقیب یې کمپنۍ یو امنیتي کوډ یا لنډ مهال پآسورډ د اړیکو شمیرو او یا هم ایمیل پاڼې ته لیږي.

وروستيو سایبری پیښو ته په پام سره انټرنیټي درغلګر (احتمالا په فېسبوک کې د کورنۍ غړي، د اعتماد وړ ملګري) د کارونکي بې خبرۍ په کارولو سره، د هغه د امنیتي کوډ غوښتنه کوي.

کله چې کارونکی نوموړی کوډ له چا سره شریک کړي، په ډیر احتمال د هغه بریښنایي پته هک کیږي. د امنیتي کوډ شریکول د نورو سره د پاسورد شریکولو په معنی دی.

د مخابراتو وزارت د خلکو څخه غوښتنه کوي چې پورته یادو شویو پیښو سره د مخ کیدو په حالت کې د خپلو خسابونو ساتنه وکړي او لاندې موارد له نورو هیوادوالو سره شریک کړي.

د خپلو بریښنایي حسابونو د ساتلو او خوندي کولو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

• تر څو چې ډاډمن شوي نه یاست، تر هغې په ټولنیزو شبکو، مسنجرونو او ویب سایټونو باندې کلیک مه کوئ

• هغه امنیي کوډونه چې د ټولنیزو شبکو لخوا ستاسو شخصي شمیروته در استول کیږي په هیڅ ډول د هیچا (د خپلو کورنیو غړو او د باور وړ دوستانو) سره هم مه شریکوئ.

• د هغو خلکو د دوستۍ وړاندیز چې نه یې پیژنئ مه منئ.

• په خپلو آنلاین دوستانو هیڅ کله (په ټینګار سره هیڅ کله) باور مه کوئ.

• د ښه خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره د هویت دوه پړاویزه Two-Factor ‎Authentication مه فعالوئ.

• دا Where You're Logged In تڼۍ هر وخت چک کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې په خوندي وسیلو کې Login یاست.