د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د ډیجیټل کولو په برخه کې د یو شمیر نړیوالو کارپوهانو سره آنلاین ناسته وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۵:۱
نشست آنلاین رهبری وزارت مخابرات

په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای او د وزارت یو شمیر رئیسانو په حضور د ډیجیټل سازۍ په برخه کې د یو شمیر نړیوالو کارپوهانو سره د سلامشورې او نظر تبادلې په موخه جوړه شوې وه او د دې موخې په مختلفو ابعاد او تطبیقي لارو بحث وشو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې او په ناسته نورو ګډونوالو، د جلالتمآب ولسمشر لارښوونې ته په کتو سره د اوسني وضعیت، د ادارو اړتیاوو او په هیواد کې د موجوده پروسو د قوت او کمزوري برخې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

نشست آنلاین رهبری وزارت مخابرات

د یادونې وړ ده چې دا ناسته د ولسمشرۍ دفتر د ډیجیټل کولو کاري ډلې دویمې ناستې په تعقیب، د همکارۍ لپاره د فرصتونو موندلو او د ادارو ډیجیټل کولو په برخه کې د بریالي نړیوالو شرکتونو سره د تجربو شریکولو په موخه جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري نوي کابل ښار لپاره برېښنایي سیستم معرفي او تشریح شو

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یاد ابتکار د چارو د آسانتیا، مدیریت، روڼتیا چټکتیا او په آغېزمن ډول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

دکندز ولایت امام صاحب بندر کې د سلام مخابراتي شبکې د خدمتونو او پلور یو مرکز پرانیستل شو

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکو استازولیو څخه...

بېرته خبرونه ته