د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د ترکمنستان د (Turkmenaragatnashyk) ادارې ترمینځ د مخابراتو او اطلاع رسونې په برخو کې هوکړه لیک لاسلیک شو

د هوکړې لاسلیک دغه مراسم پرون(چهارشنبه، د تلې ۹ مه نیټه) د ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول، د کابینې د یو شمیر غړو سربیره، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ویدیو کنفرانس له لارې ګدون کړی وو.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د مساواتو او دوه اړخیزو ګټو د اصولو سره سم به د مخابراتو او اطلاع رسونې په برخه کې اوږدمهاله همکارۍ ته وده او دواړو دولتونو ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړي، همداراز د اړتیا په صورت کې، د دواړو حکومتونو د وړتیا په دائره کې به د ځانګړو پروژو پلي کولو ته وده ورکړي.
جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني د یادي هوکړې اهمیت ته په اشارې سره وویل: نوري فایبر د ۲۱ پیړۍ بنسټ دی، او دا زیربنا زموږ ځوانانو ته امید ورکوي. هغه چارې چې په ۲۱ مه پیړۍ کې ترسره کیږي د نوري فایبر شبکې او عصري ټکنالوجۍ سراسري پوهې پرته ناممکن دی.
د یادونې وړ ده چې د پورتني هوکړه لیک سربیره، د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ دوه تړونونه هم لاسلیک شول.