خوندي انټرنټ په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښځو لپاره
Publish Date
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د پوهنې وزارت ، د ښځو د چارو وزارت او ټکنیشن شرکت په ګډون د خوندی انټرنټ نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل.
د خوندي انترنت ورځ د لمانځلو موخه د ښخځو او ماشومانو لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کول او د انټرنیټ د اغیزمنې کارونې په اړه پوهاوي ده.
په یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبی وویل چې د انترنیټي خدمتونو کارولو په منظور زیاتو پوهاوی ته په تیره بیا د ماشومانو او میرمنو لپاره اړتیا لیدل کیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د انټرنټ کاروونکو، په تیره بیا د ښځو او ماشومانو په وړاندې د ننګونو او زیانمننې په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې زیانمننې باید پیدا او وپیژندل شي او د له منځه وړلو لپاره یې په ګډه هڅه وکړو.
د مخابراتو وزیر همدا راز وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت به د هېواد ټولو ښوونځيو ته کمپیوټر او تجهزات چمتو کړي او د دې امکاناتو څخه ګټه اخیستل د پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري.
ښاغلی اریوبی زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانستان د انټرنیټ د معلوماتو د امنیت په اړه کار بشپړ کړی دی، د بریښنایی حکومتوالی قانون بشپړ شوی او ډیر ژر به تصویب شي، د سایبري جرایمو جزا قانون تایید شوی او ډیر ژر به د معلوماتو د خوندي ساتنې لپاره نور مقررات او طرزالعملونه تصویب کړي.
همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت په 1397 کال کې د NIXA پروګرام پیل کړ او د Cybercrime څیړنېز لابراتوار یې جوړ کړ چې اوس مهال کارول کیږي. د ګړندي غبرګون تخنیکي ټیمونه د انټرنېټ په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره 24 ساعته کار کوي.
اوسمهال په ټول هیواد کې 9.7 ملیونه وګړي انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسۍ لري، چې د تیر یو نیم کال په پرتله نږدې دوه میلیونه ډیروالی ښیي.
په دغه کنفرانس کې، د تکنیشن شرکت مشر ښاغلي عمر منصور انصاري، د Cyber Identity Theft ، Sextortion، Cyberstalking، Cyber Bullying، په اړه تشریحی معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د انټرنېټ په اوسني نړۍ کې ماشومانو او میرمنو په وړاندې خنډونه شتون لري. اړینه ده چې عامه ادارې او خصوصي سکتور په ګډه د ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټوي. همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست او د ښځو د چارو وزارت مرستیال د خوندي انټرنیټ لپاره د پوهاوي لوړولو په برخه کې د دوی د رول په اړه خبرې وکړې، او ژمنه یې وکړه چې د ننګونو د حل لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره همکاری وکړي.