د بررسۍ د عالي ادارې راپور په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لیدلوری

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

په دې وروستيو کې د بررسۍ عالي ادارې يو راپور نشر کړی چې له مخې يې د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې د عوايدو کمښت په ډاګه کېږي چې د مخابر اتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه راپور په اړه داسې نظر لري:

۱: ددغه راپور له خپرېدو وړاندې د بررسۍ محترمې ادارې د معلوماتو د کره والي او په عوايدو او ارقامو کې د تغيراتو د څرنګوالي په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره همغږي نه ده کړې.

۲: د کره شمېرو له مخې په ۱۳۹۶ کال کې د ۱۳۹۵ کال په پرتله د لس سلنه مخابراتي خدماتو د عوایدو له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت عوايدو کې ۴۲ ميليونه افغانۍ زیاتوالی راغلی، مګر په زنبق څلور لارې کې د درنې چاودنې له کبله د روشن مخابراتي شرکت ته زیانونه واوښتل. په دغه کال کې په یاد شرکت (442000000 افغانۍ) مطالبات پاتې شول، خو ياد شرکت ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به خپل ټول تاديات ورکوي.

له دې کبله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۱۳۹۶ کال کې 4270593058 عوايد درلودل په داسې حال کې چې په روشن مخابراتي شرکت باندې د وزارت (442000000 افغانی) مطالبات حاصل شي، په ۱۳۹۶ کال کې ټول عوايد 4712593058 افغانيو ته رسېږي، خو په ۱۳۹۵ کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه فیس له درکه عواید 4288791728 افغانۍ وې او په ۱۳۹۶ کال کې د زیاتوالي ښکارندوی دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په شفافه توګه د عوايدو ټولنې ته ژمن دی او همېش د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د خلکو، ټولنې او دولت پر وړاندې خپل ځان مسؤول او ځواب ويونکی حسابوي.