پنجشیر ولایت کې د غیر مجاز انټرنټي ریسیلر شرکت له فعالیت څخه مخنیوی وشو
د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، چې د دغه ولایت د دَرې ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د لاجورد هندوکش انټرنېټي ریسیلر شرکت د غیرمجاز انټرنېټي فعالیتونو له دوام څخه چې د مخابراتي فریکونسیو د اخلال په موخه ترې ګټه اخیستل کیده مخنیوی یې ؤشو.
د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ښاغلي عبدالحمید نوري ټیکار وکړ چې د مخابراتو وزارت اترا ادارې د کړنلارې له مخې، ټول انټرنېټي ریسیلرشرکتونه مکلف دي چې د خپلو فعالیتونو لپاره قانوني جواز ترلاسه کړي، نوموړي و ویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې له کړنلارو خلاف او د جواز پرته ټول فعالیتونه غیرقانوني ګڼل کېږي او د ترسره کېدو په صورت کې قانوني چلند سره مخ کېږي.
