هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول
د هرات ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو(اساسات ،ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، د نهه دیرشمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۷ تنو زده کوونکوته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.
د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د بیلابیلو ادارو کارکوونکو ، زدکوونکو او محصلینو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی اړتیا ته په اشاری سره وویل چی د ټولنی ځوانان باید د نورو علومو ترڅنګ د تکنالوژی په علم هم سمبال شی، او د ریاست هڅه دا ده چې ځوان قشر په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي او د زده کړو فرصتونه لا پراخ کړي.
وروسته یو شمیر مسؤلو ګډونوالو په خپلو خبروکې د زدکوونکو او محصلینو هڅې وستایلې او ټينګار یې وکړ چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ د هیواد د پرمختګ او د ځوانانو د کاري فرصتونو د زیاتولو لپاره حیاتي دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجژۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوژۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.
