د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو لپاره د مناسبو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز د یو شمېر دولتي ادارو، علمي او اکاډمیکو بنسټونو، پوهنتونونو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور د استازو په ګډون پرانیستل شو.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د بېلابېلو وزارتونو، دولتي ادارو او علمي بنسټونو استازو د یاد مرکز د ارزښت، موخو او راتلونکو فعالیتونو په اړه خپلې ویناوې وړاندې کړې.
ویناوالو د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ، د علمي څېړنو پیاوړتیا او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د افغانستان د علمي او تخنیکي پرمختګ له مهمو اړتیاوو څخه وبلل، هغوی ټینګار وکړ چې په نننۍ نړۍ کې د ټکنالوژۍ پرمختګ د څېړنې، نوښت او نوي فکر پر بنسټ ولاړ دی، او هغه هېوادونه چې د خپلو نوښتګرو او څېړونکو ملاتړ کوي، د اقتصادي او تخنیکي ودې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د تخنیکي بورډ غړي او د کابل پوهنتون استاد، پوهاند دوکتور سید حسن عدلیار، د دغې نوښتګرې پروژې د پیل په تړاو وویل، دغه مرکز د یوه روښانه هدف او راتلونکې لیدلوري پر بنسټ رامنځته شوی، ترڅو د هېواد علمي او تخنیکي ظرفیتونه لا پیاوړي شي، نوموړي زیاته کړه چې په اوسني عصر کې ټکنالوژي د ټولنو د پرمختګ اساسي وسیله ده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ورته مهال، د تحقیق او پراختیا عمومي رئیس، دوکتور الطاف احمد علمیار، وویل چې د یاد مرکز د جوړېدو اساسي موخه د محصلینو، څېړونکو، نوښتګرو او د بېلابېلو علمي برخو د ابتکاري پروژو ملاتړ، د فکري ملکیتونو خوندي کول او د یوه اکاډمیک او معلوماتي چاپېریال رامنځته کول دي، څو نوښتګرې نظریې د عملي کېدو فرصت ومومي او د اړوندو ادارو ترمنځ همکاري لا پیاوړې شي.

په همدې غونډه کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، ښاغلي الحاج شیخ مولوي عنایت الرحمن حقاني، د ټکنالوژۍ پر ارزښت او په اسلامي ټولنو کې د هغې د سالم او اغېزناک استعمال په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې اوس ټکنالوژي د ملتونو د ځواک، پرمختګ او سیالۍ یو مهم عنصر دی او باید د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ترې اغېزناکه ګټه واخیستل شي.

همدارنګه، د علومو اکاډمۍ استازي، سرمحقق عتیق خوشیوال، د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز جوړېدل د هېواد د علمي او څېړنیز پرمختګ لپاره یو ارزښتناک ګام وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د علومو اکاډمي به د څېړنې، نوښت او علمي همکاریو په برخو کې له دغه مرکز سره نږدې همکاري ولري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رییس، پوهنیار استاد عبدالرحمن صافي، د مرکز د جوړښت، موخو او راتلونکو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه مرکز به د نوښتګرو ځوانانو، څېړونکو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د متخصصینو لپاره د همکارۍ، تجربو شریکولو او ابتکاري پروژو د ودې مناسب چاپېریال برابر کړي.

همدارنګه، د کابل پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې مرستیال، پوهنوال دوکتور حامد سالاري، د ټکنالوژۍ او علمي څېړنو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت روان نوښتونه کولی شي د هېواد د علمي او تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره اغېزناکې پایلې ولري.
په دې غونډه کې، چې د بېلابېلو دولتي ادارو، پوهنتونونو او علمي بنسټونو ګڼ شمېر استادانو، څېړونکو او متخصصینو ګډون کړی و، د افغان نړیوال پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رییس پوهنمل دوکتور روحاني روښان هم د دغه مرکز له فعالیتونو سره د هر راز علمي او تخنیکي همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د پوهنتونونو او دولتي ادارو ترمنځ ګډ کار کولای شي د نوښت، څېړنې او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره لا ډېرې اغېزناکې پایلې ولري.
د یادونې وړ ده چې د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مهمو نوښتونو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د نوښتګرو ځوانانو ملاتړ، د علمي څېړنو او ابتکاري پروژو پیاوړتیا، د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ پراخول او د هېواد د ډیجیټلي بدلون او معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.
