د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهيې او تدارک پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خپلو مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهيې او تدارک پروژه د کابل ښار، شهرنو، د صدارت څلورلارې کې مېشت آریا سټېشنري لمیټډ سوداګریز شرکت ته د یو میلیون، درې سوه نوي زره (۱,۳۹۰,۰۰۰) افغانیو په ټولیز ارزښت د ورکړې پرېکړه کړې ده.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.

دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

الحاج حافظ محمد امین جان "عمري"

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders