کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
ولایت کندز

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ چې د ۴جي ټکنالوژۍ خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سایټ په فعالېدو سره، د یادې سیمې اوسېدونکي به د لوړ کیفیت مکالماتي او اینټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ومومي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسېدونکو د نوي مخابراتي سایټ د فعالېدو هرکلی وکړ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت له هڅو یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته