د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول
د زابل ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۵۱ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.
په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې. او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دیجیلي مهارتو نو مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.
