د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
پروگرام های وزارت مخابرات

د امارتي ادارو د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند برخو د تخنیکي ظرفیت لوړونې او غوره همغږۍ په موخه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې منظمه لړۍ پيل شوې، چې په ترڅ کې یې اړوندو کارکوونکو ته مسلکي پریزنټېشنونه، عملي لارښوونې او تخنیکي مشورې وړاندې کېږي.

دغه برنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د ګڼو وزارتونو په ملتیا پیل شوې ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونه پکې په اړوندو وزارتونو کې تخنیکي او مسلکي پریزنټېشنونه وړاندې کوي.

په دې برنامه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پوهې زیاتوالی، سایبري امنیت، شبکه، ډیټاسنټر او د کلوډ له زیربنا سره بلدتیا شامل دي. همداراز، په امارتي ادارو کې د شبکې د څارنې او مدیریت سیستم جوړول، د کلوډ ټکنالوجۍ د کارولو اهمیت او ګټې، د شبکې خوندي ساتنه، د معلوماتو د بیک اپ اهمیت، او د تخنیکي زیربناوو د ښه مدیریت او د خدمتونو د خونديتوب په موخه د ډیټاسنټر او سرور خونې د عملیاتو او خدمتونو طرحه او تنظیم هم د دې برنامې مهم موضوعات رانغاړي، چې په تخنیکي او منظم ډول د اړوندو وزارتونو کارکوونکو ته وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازي له لوري د یاد ولایت درې ولسوالۍ کې د شته مخابراتی شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

دایکنډي ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنی وشوی چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

پکتیا ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یو مخابراتى سایټ ظرفیت لوړ شو

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو...

بېرته خبرونه ته