ننګرهار ولایت کې د پوسټي خدمتونو مارکیت څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۱۹
شرکت های خدمات پُستی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د پوسټي خدمتونو مارکېټ کي د پوسټي شرکتونو د فعالیتونو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو د تنظیم (اپرا) ریاست هیئت له لوري، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې له هغو شرکتونو څخه چې له پوسټي جوازه پرته یې خدمات وړاندې کول، لیکلی تعهد واخیستل شو. همداراز، ټولو پوسټي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې خپل ټول فعالیتونه د اړوند شرکت د اصولو، اساسنامې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست د کړنلارې مطابق ترسره کړي، او غیرقانوني خدمتونو څخه دې ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره کیږي.

همدارنګه د دې څارنې په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوستي خدمتونو د تنظیم ( اپرا) ریاست لږل شوی پلاوي یو پریزنټیشن چې پوسټي خدمتونو کې د ورستیو پرمختکونو ، د فعالیت جواز ترلاسه کولو څرنګوالي او د څارنې پروګرامونو، پوسټي سکټورکې د PDMS نوي سیسټم کارول ، نړيوالو پوسټي اړیکو، د پوسټي او کارګو خدمتونو شرکتونو د کاري لارې په اړه مفصل معلومات واړندې شول.

د یادونې وړ ده چې د پوسټي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې ټولې خپلې چارې به د اپرا ریاست کړنلارې د اصولو او اساسنامې پر بنسټ سرته رسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۵:۴۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په انګړ کې د مسجد شریف او د وسایتو د تم ځای د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په انګړ کې د لمانځه د اداء کولو او د ځای د ستونزې د حل په موخه د یوه محراب مسجد شریف او د وسایتو د تم ځای د جوړېدو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۱۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د پوسټي خدمتونو مارکیت څخه څارنه ترسره شوه

د پوسټي خدمتونو د تنظیم (اپرا) ریاست هیئت له لوري، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ...

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۶:۳۵
Background image

د لوگر ولایت په مرکز او برکی برک او محمد آغې ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ارزونې (ډرایف ټسټ) عملیه تر سره شوه

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې...

بېرته خبرونه ته