د بایزید روښان انسټیټوټ د محصلینو یوه میاشتینۍ عملي دوره پای ته ورسېده او ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست چې هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ او همداراز د ټکنالوجۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې او سیسټمونو د تطبیق دنده پر غاړه لري د بایزید روښان انسټیټیوټ د کمپیوټرساینس پوهنځي یو شمېر محصلینو ته د ټکنالوجۍ په برخه کې یوه میاشتینۍ عملي برنامه تطبیق کړه.
په دغې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست رئیس ښاغلي استاد عبدالرحمن صافي محصلینو ته په خطاب یادونه وکړه چې نړۍ د ټکنالوجۍ او پرمختګ پر لور چټک ګامونه اخلي او ډیری هېوادونه د چټک پرمختګ لپاره پر ټکنالوجۍ ځانګړې پانګونه او پاملرنه کوي چې لوی لعامل یې اوس مهال د هېوادونو تر منځ د ساینس او ټکنالوجۍ په برخو کې رقابتونه دي.

د ښاغلي صافي صاحب په وینا مونږ باید ټکنالوجۍ د خدمت او پرمختګ لپاره یو مهم اصل وګڼو او د خپل هېواد د سیال کېدو لپاره په خپلو هغو درسونو چې زده کوو یې اکتفا ونکړو بلکې لا هم هڅه وکړو او هغه مزل چې نړۍ په دې برخه کې ځان لپاره یې رالنډ کړو.
ورته مهال د یاد پوهنتون محصلینو او استادانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې د ظرفیت لوړونې فرصت مهیا کړ او په عملي ډول یې دوی ته د ټکنالوجۍ ځینې مهم موارد په عملي ډول تدریس کړل او هیله یې څرګنده کړه چې د زده کړو دا بهیر دې لا هم تقویه او په هېواد کې د ټکنالوجۍ د ترویج لپاره دې هڅې ګړندۍ شي.
