کنړ ولایت کې د یوشمیر مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۵
ولایت کنر

کنړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت په مرکز اسد آباد ښار کې د ام ټي ان مخابراتي، عنکبوت او همت انټرنیټي شرکتونو د انټرنیټي خدمتونو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې نوموړو شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د خپل د فریکونسۍ جوازونه په ټاکل شوي وخت تمدید او اړوند ټاورونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په اترا اداره کې ثبت کړي او خپلې کړنې د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست سره په همغږۍ ترسره کړي تر څو وکولای شی د یاد ولایت اوسیدونکوته په قانوني ډول مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړی.

د یادونې وړ ده چې کنړ ولایت کې د پورته ذکرشویو مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیکا ولایت کې د یو مخابراتي سایټ ظرفیت ۳جي ته لوړ شو

د اټوما مخابراتي شرکت د غوره او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پکتیکا ولایت په سروبي...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۸:۴۶
Background image

خوست ولایت کې د پوستي خصوصي شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې یوشمیر شرکتونه چې غیر قانوني ډول له جواز پرته فعالیتونه ترسره...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیا ولایت کې د یوشمیرمخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې له لوري د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار کې...

بېرته خبرونه ته