کندز ولایت کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د اتو (۸) سایټونو انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اتصالات مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د کندز ښار امام صاحب بندر کې د یوه سایټ، یو سایټ د کندز ښار په کوبه یې سیمه کې ، د دوه سایټونو ظرفیت دشت ارچی ولسوالۍ کې، یو سایټ آقتاش ولسوالۍ کې، یو مخابراتي سایټ علی آباد ولسوالۍ او د دوه سایټونو د انټرنټي خدمتونو ظرفیت چهاردرې ولسوالۍ کې ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې په ټوله کې د یاد ولایت بېلابېلو برخو کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۸ مخابراتي سایټونو ظرفیت د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې له مخې ۴ جي ته ارتقاء وکړه.
د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټ ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره اوسمهال د کندز ولایت د یادو سیمو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.
د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.