په هستوګن ځایونو کې د لومړي ځل لپاره د پسټ بکسونو د نصب پروسې پرانېسته وشوه

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۲/۱۸ - ۵:۳
llljjh

د مخابرتو او معلووماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي نن سه شنبه د ۱۳۹۷ کال د غوايي په ۱۸مه نېټه د لومړي ځل لپاره په هستوګن ځایونو کې د پسټ بکسونو د لګولو پروسې پرانیسته وکړه.
په پېل کې به ۱۰۰۰ پسټ بکسونه په امتحاني ډول په مکرويانو کې لګول کېږي، چې پیل یې له څلورم مکریانو څخه وشو، وروسته به په تدريجي توګه په ټول کابل ښار، بیا مرکزي ولايتونو او بیا ټولو ولايتونو ته غځول کېږي. په دې سره به زموږ هېوادوال وکولی شي په اسانه، خوندي او چټکه توګه او بې د زماني محدوديت په پام کې نيولو سره خپلو مراسلاتو او پستی کڅوړو ته لاسرسی ولري. 
ښاغلي اریوبي وویل چې پر دې سربېره په پام کې لرو چې خلکو او هېوادوالو لپاره د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د پسټ عصري او انلاين خدمتونو سيسټم هم ژر تر ژره فعال کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په غور کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

همدارنګه ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د تیورې او پسابند ولسوالیو یو شمېر مخابراتي سایټونه له ۲جې  څخه ۳جې  ته...

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته غږیزو اړیکو او ۳جې انټرنېټي خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته