ولایتونو او داخلي پاسپورت سیسټم ته د پاسپورټ آنلاین نښلولو پروژې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزاتو چمتو کولو د قرارداد ورکړې اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د تدارکاتو قانون د 43 مادې د 2 فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلواتي ټکنالوجۍ وزارت، د ولایتونو او داخلي پاسپورت سیسټمونو ته د آنلاین پاسپورت د نښلولو پروژې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزاتو چمتو کولو پروژهد حمید پشتون شرکت ته چې د کابل افغانستان مارکیټ کې موقعیت لري د شل ملیونه درې سوه او اویا زره او پنځه سوه 20374500افغانیو په قیمت ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.