ننګرهار ولایت کې د یوشمیرخصوصي انټرنېټي شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه
ننګرهار ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست اترا ادارې له لوري د دریو خصوصي انټرنېټي شرکتونو د فعالیت او خدمتونو له بهیر څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.
د دې څارنې په ترڅ کې انټرنېټي شرکتونوته لارښونه وشوه چې د ټاورونو ثبت او د فعالیت جواز، د مایکروویف لینک فریکوونسۍ جواز، وایمکس جوازونه باید په خپل وخت سره نوي کړي او همدارنګه د غیر اخلاقي ویب سایټونو، پاپ جي او ټیک ټاک اپلیکیشنونو د کارونې مخنیوی وکړي.
دیادونې وړده چې یادو انټرنېټي شرکتونو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې اصول او مقررات په نظرکې نیولوسره به ټولې کړنې ترسره کوي.
دا څارنه د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي، د انټرنېټي شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, په خاطر ترسره شوه.
