لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۳۸ تنه فارغ شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۳۱
لوگر

د لوګر ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو(اساسات، ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، د آته دیرشمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۶ تنو زده کوونکونکي او د (میدان وردګو) کثیرالرشتوی انسټيټيوټ دکمپیو ټر ساینس برخې ۱۲ تنو محصلینو ته له یوې میاشتې عملي ( پرکتیک ) زدکړو وروسته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس محترم مولوي مطیع الله عابد، د اطلاعاتو او کلتور رییس محترم مولوي فیض الله جوهري، د داري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس محترم مولوي عبدالله زلمی، د بیلابیلو ادارو کارکونکو ، زدکونکو او محصلینو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې لومړی د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس محترم مولوي مطیع الله عابد فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

وروسته یو شمیر مسؤلو ګډونوالو په خپلو خبروکې د زدکونکو او محصلینو هڅې وستایلې او ټينګار یې وکړ چې د معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختګ د هیواد د پرمختګ او د ځوانانو د کاري فرصتونو د زیاتولو لپاره حیاتي دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته