د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د IT تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د IT  تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له درج شویو شرایطو سره سم، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق ترتیب او په سر تړلي ډول د ۱۴۰۵/۱/۱۰ نېټې د سهار له ۱۰:۰۰ بجو مخکې د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، د کابل ښار دوهمه ناحیه کې وسپاري. ناوخته رسېدلي آفرونه او د برېښنالیک له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وېبپاڼې WWW.MCIT.GOV.AF او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست له برېښنايي پتې https://tenders.ageops.af څخه ترلاسه کړي.

که شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافت کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو له ریاست څخه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، د کابل ښار دوهمه ناحیه کې ترلاسه کړي.

د آفر پرانستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۱/۱۰ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه:

د PDMS برخې لپاره د IT تجهیزاتو د برابرولو او تدارک شرطنامه

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵ کابل
Background image

د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ، درې ساکټه او ترازو) د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د PDMS  سیستم د اړتیاوو لپاره...

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۳۳ کابل
Background image

د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د IT تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې...

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴ کابل
Background image

د PDMS سیستم د کارکوونکو لپاره د (۱۰) کانکسونو د برابرولو او تدارک د پروژې د داوطلبۍ اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې...

Back to tenders