د کلاوډ سرورونو د زیربنا چمتو کولو او بشپړولو د پروژو د قرار داد د ورکړې د پریکړې (Cloud-Solution) خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کلاوډ سرور زیربنا د چمتو کولو او تجهزولو پروژه (۱۸۲۹۰۱۴۹.۰۴) د اتلس میلیونه، دوه سوه نوي زره، یو سل نهه څلویښت اعشاریه څلور افغانیو په ارزښت د ګرنډ ټکنالوجۍ  ریسورز اس ډي ان بی اج ډي  شرکت ته چې د کابل ښار شهرنو حاجي یعقوب څلورلارې، لسمه ناحیه کې د کابل بزنس سنټر په څلورم پوړ کې موقعیت لري ورکړي.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

سندونه:

د قرارداد لینک

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله " حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۲۵ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۳۲ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۱ کابل
Background image

د کلاوډ زیربناو (SAN Network) د دریم لات لپاره د تدارکاتي پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان

د کوبل لوژستیک خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار قلعه زمان خان د...

Back to tenders