د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۴ تنه فارغ شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۲۹
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۴ تنو زده کوونکو ته چې په دې ډلې کې محصلین، د ښوونځیو زدکوونکې او د بیلابیلو دولتي ادارو کارکوونکي شامل وو بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې. او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده‌کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته