د هېواد ۱۱ ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ مخابراتي سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۴۵
ولایات افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په دوام له اتصالات، افغان ټلیکام، اټوما او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو سره د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ، ننګرهار ، د فاریات ، هلمند ، ارزګان ، د نورستان ، بدخشان ، د بامیان، د پکتیا ، د کندهار او میدان وردک ولایتونو کې د ټي ډي اف لسمې په مرسته د نویو مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک کړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا محمد حنیف حمزه، د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سیدبرات شاه آغا ندیم، د اترا ادارې تخنیکي او مالي او داري مرستیالانو د بورډ غړو او د مخابراتي شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

به یاده غونډه کې د مخابراټي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس ښاغلي الحاج سید برات شاه آغا ندیم وویل چې اوس مهال مخابراتي شرکتونو سره په ګډه د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د برابرو لپاره چټک ګامونه اخیستل کېږي او په وینا یې د هېواد ټولو برخو ته د مخابراتي چوپړ رسول مو ژمنتیا ده.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل د خپلې وینا په ترڅ کې یادونه وکړه چې له فتحې وروسته اترا ادارې افغانستان کې د مخابراتي چوپړتیاو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې او په اساس یې خدماتو وسعت موندلی .

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه تر دې دمه ۵۳۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیول شوي چې د اټرا ادارې په مالي لګښت د هېواد محرومو سیمو لپاره ځانګړي شوي چې اوس مهال د یادو مخابراتي سایټونو له ډلې ډېر شمېر ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته