د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او آسانتیا مرکز د ټکنالوجۍ تجهیزاتو د پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم،  ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او اسانتیا مرکز د ټکنالوجۍ تجهیزاتو د پروژې د قرارداد د څلور ملیونه او شپږدیرش زره او شپږ سوه شل (۴۰۳۶۶۲۰) افغانیو په ارزښت، نعیم پریمیر لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې کابل ښار ۱۱ مه ناحیې په خیرخانه سیمه کې موقعیت لري ورکوي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

په درنښت

الحاج ملا محمد حنیف "حمزه "

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري او مالي مرستیال

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۳۲ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۲۲ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۲ کابل
Background image

موضوع: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل سره سم ترتیب او...

Back to tenders