د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري سره د جاپان سفیر مرستیال لیدنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۲۶
جاپان

پړون له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د دوست هیواد جاپان د سفیر له مرستیال یوشییاکی تاکاهاشي سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په بیلابیلو برخو کې د دواړو خواوو په همکاریو د نظر تبادله او بحث وشو. په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د جاپان هېواد د دوامدارو مرستو چې د افغانستان دولت سره یې په بیلابیلو برخو کې کړي دي د قدردانۍ څرګندونه وکړه.

همدا راز د جاپان سفیر مرستیال ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې د افغانستان دولت او خلکو سره په هر ډول حالاتو کې دوست او همکار پاتې شي.

همدارنګه هغه د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په برخه کې د جاپان هېواد شرکتونو د پانګونې د لیوالتیا خبر هم ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۵
Background image

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ  تودې چینې سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۵۶
Background image

د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کفشان دره کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د لسمې پروژې د پلان شویو سایټونو...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

او همداراز روشن مخابراتي شرکت د علي آباد ولسوالۍ یکه بادم سیمه کې د خپل یوه مخابراتي سایټ ظرفیت له ۳جی  څخه ۴جی ته...

بېرته خبرونه ته