د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر، ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقانی انټرنټ نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۵۶
اشتراک وزیر صاحب در کنفرانس جهانی ۲۰۲۴ انترنت

د چین ولسي جمهوریت ووژن ښارکې د انټرنیټ نړیوال کنفرانس (the 2024 world internet conference Wuzhen summit) چې د نومبر میاشتې له ۱۹مې نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې به دوام کوي د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له مل پلاوي سره د کور به هېواد په رسمي بلنه یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.

ښاغلي وزیر صاحب د ۲۰۲۴ م کال د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د انټرنټ نړیوال کنفرانس پرانیستې مراسمو کې هم برخه واخیسته او ټاکل شوې نن ورځ د نومبر میاشتې په شلمه نېټه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني بېلابېلو ټاکل شویو برنامو سربېره د چین هیواد په وخت ماښام مهال د یاد کنفرانس غړو هېوادونو د وزیرانو په کچه ناسته کې هر اړخیزه وینا هم ولري.

د انټرنټ نړیوال کنفرانس کې د الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د وینا بشپړ متن

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته