د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی ویاند رسما معرفي شو

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۷/۲/۲۲ - ۵:۳
lkjhh

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی وياند ښاغلی سائر ځلاند ددغه وزارت د تخنيکي مرستيال محترم انجينیر احمدشاه سادات له خوا په داسې حال کې معرفي شو چې د وزارت رئیسانو او د مطبوعاتو کارکوونکو هم برخه لرله. 
ښاغلي سادات په دغه محفل کې وویل چې سائر ځلاند به د وزارت او رسنيو تر منځ نېکې اړيکې جوړې کړي او د وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې به په سمه توګه تر خلکو ورسوي. 
سائر ځلاند چې د ژورناليزم او اقتصاد په برخه کې يې رسمي زده کړې کړي دي، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې يې کار کړی او له هېواده بهر يې هم د رسنيو په برخه کې زده کړې کړي دي. 
د وزارت نوي وياند ژمنه وکړه چې په ټول قوت سره به د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس په برخه کې کوشش کوي او هڅه به کوي چې په رسنيو کې د وزارت ښه استازولي وکړي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په غور کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

همدارنګه ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د تیورې او پسابند ولسوالیو یو شمېر مخابراتي سایټونه له ۲جې  څخه ۳جې  ته...

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته غږیزو اړیکو او ۳جې انټرنېټي خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته