د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا ښاغلی هر یو انجنیر عطا محمد یاري د وزارت د تخنیکی مشاور او حاجي عبدالقدیر عزام د تحول ډیجیټلي د رئیس په توګه د وزارت کارکوونکو ته ور وپيژندل شول.

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۹:۳۹
معرفی رییس تحول دیجیتالی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف‌رای په مشرۍ ناسته کې ښاغلی انجنیر عطا محمد یاري چې د الکټرونیکشن په برخه کې یې زده کړې کړي د وزارت په (اول) بست کې د تخنیکی مشاور او ښاغلی عبدالقدیر عزام چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړي او دم ګړۍ د دوکتورا برحال محصل هم دی د تحول ډیجیټلي د رئیس په توګه د یاد وزارت کار کوونکو ته معرفي او ور وپیژندل شول.
همدا راز دغې ناسته کې دواړو تازه ګمارل شویو مسلکي کسانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني څخه د دوی د ګمارنې په برخه کې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پوره اخلاص او د هغې باور له مخې چې یاد وزارت پرې کړی مخلصانه کار وکړي. 

معرفی رییس و مشاور وزارت مخابرات

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف‌رای له دواړو ګمارل شویو هر یوه انجنیر عطا محمد یاري او عبدالقدیر عزام ته په کارونو کې د الله تعالی له لوري د توفیق غوښتنه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو وړتیاو څخه په استفادې خپل مسؤلیتونه د ګران هیواد د آبادۍ، ښیرازۍ او د ډیجیټلی تحول راوستلو په برخه کی په بشپړ صداقت، ایمانداری او اخلاص سر ته ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

نهم د اکټوبر افغانستان کې د پوسټ نړیواله ورځ ونمانځل وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغان پوسټ دولتي شرکت لخوا د پوسټ نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ریاست الوزراء د عالي مقام اداري مرستیال او د افغانستان د اسلامي. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۲:۱۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي نجیب الله حقاني او کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان او راغلي پلاوي تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه. . .

بېرته خبرونه ته