د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۶۸ تنه فارغ شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۵
ولایت فراه

د فراه ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټر او عصري علومو  (ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د اووه ویشتمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته  ۶۸ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

تېره اونۍ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم الحاج مولوی نجیب الله حیات حقاني د ټولو مخابراتي شرکتونو اداري، تخنیکي او مسلکي مسئولینو سره د غیرقانوني تجهیزاتو...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنه زدکوونکي په زدکړو بوخت دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۳۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

د کاپیسا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو...

بېرته خبرونه ته