د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي انټن له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۰
ولایت خوست

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادرې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېد سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې سیمې ته ځانګړی شوی و به د سپېرې ولسوالۍ اړوند افغان دوبۍ سورکویښ، تورمنده او د رېزو ځینې کلي په بشپړ ډول له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۵:۰
Background image

د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي انټن له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې...

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۹
Background image

د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ ډنډوکي کلي کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یو مخابراتي سایټ چې...

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۲۶ مسلکي بستونو آزموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو د پلي کولو، کار اهل کارته د سپارلو او مسلکي کسانو د جذب په موخه...

بېرته خبرونه ته