د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوي رییس په رسمي ډول کار پیل کړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۹:۳۱
عبدالخلیل حقپرست رئیس مخابرات ولایت بغلان

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوي رییس عبدالخلیل حقپرست د مراسمو په ترڅ کې چې د والي مرستیال، د ولایت مقام د دفتررییس، د تخنیکي او سکتوري خدمتونو رییس، د بشري سرچینو رییس، د کار او ټولنیزو چارو رییس، د مالي او اداري رییس په ګډون جوړ شوي وو په رسمي ډول خپل کار پیل کړ.

د بغلان والي ښاغلي محمد اکبر بارکزي د دغه ولایت د مخابراتو له نوي مشرتابه سره د ډیجیټل جوړونې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

محمد اکبر بارکزی والی ولایت بغلان

همداراز ښاغلي حقپرست په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې خلکو ته به د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او بريښنایي حکومتدارۍ پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله (ذکی) د پوسټي خدمتونو د څارنې، عوایدو لوړولو، دپوسټي چوپړتیاو...

بېرته خبرونه ته