د برېښنا او اوبو رسونې د (۵۷) قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د د برېښنا او اوبو رسونې د (۵۷) قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرط‌نامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او په سر تړلي ډول یې د ۲۱/۲/۱۴۰۵ نېټې د سهار تر ۱۰ بجو مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار کې وسپاري. ناوخته رارسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک له لارې رالېږل شوي وي، د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وېبپاڼې www.mcit.gov.af او یا د تدارکاتو ملي ادارې له برېښنايي پته https://tenders.ageops.af څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، د ۱۸ منزله ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۲۱/۲/۱۴۰۵  نېټې د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.

سندونه:

د برېښنا او اوبو رسونې د ۵۷ قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې شرط‌پانې

والسلام

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۵ کابل
Background image

د برېښنا او اوبو رسونې د (۵۷) قلمه توکو د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرط‌نامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۹ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم د کارکوونکو لپاره د ۱۰ قلمه کانکسونو د تدارک او برابرولو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د پروژې قرارداد د محترم کوکچه خروشان تجارتي او ساختماني شرکت ته، چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۸:۵۰ کابل
Background image

د (PDMS) سیسټم لپاره د اړتیا وړ آی ټي تجهیزاتو د برابرولو او پېرودلو د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د آقاګل صمدي تجارتي شرکت ته، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې تایمني اتم سړک کې موقعیت لري، د (۵۷۵۵۸۰۰) پنځه میلیونه او...

Back to tenders