د افغانستان د مخابراتو وزارت د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د ودې د پروژې لپاره د سامان غوښتنه

mcitadmin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت،د مخابراتو د وزرات  لپاره د تدارکاتو غوښتنه

MCIT/ ICTDP/ RTQ-5/Goods/Furniture for PMOد تدارکاتو شمیره:

(د فرنیچر اخستلو لپاره اعلان)

ټولو داوطلبانو ته!                                                                           نیټه : ١۰ اکتوبر  ٢۰١٢

موضوع: د افغانستان د مخابراتو وزارت د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د ودې د پروژې لپاره د سامان غوښتنه

  1. د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې پروژې لپاره چې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي او د افغانستان د مخابراتو د وزارت له خوا پلې کيږی. د پروژې د سمبالولو لپاره یو دفتر جوړ کړی شوی دی تر څو د پروژې ټول کارونه پر مخ بوځي. هغه سامانونه چی د مخابراتو وزارت له خوا د پروژې د سمبالښت اداری لپاره پکار دي په جدولونو کې لیکلی شوي دي.
  2. له تاسو څخه په لومړۍ ضمیمه کې د یاد شوي سامانونود تیارولو لپاره د قیمت ورکولو غوښتنه کیږي. لکه څرنګه چې په دویمه ضمیمه کې دی په همدغه ډول باید ستاسو د قیمتونو جدول مونږ ته راورسيږي.  په دریمه ضمیمه کې د سامانونو ځانګړتیاوې او څرنګوالی تشریح شوی دی.
  3. . د داوطلبۍ لپاره خپل اسناد او قیمتونه په لاندې پته راولیږﺉ:

                             د افغانستان اسلامی جمهوریت د مخابراتو وزرات

                              دولسم پوړ، د تدارکاتو ریاست

                             محمد جان خان واټ، کابل، افغانستان

                             بريښنالیک پته:          fpd@mcit.gov.af

                             د بریښنا لیک یو سی سی (کاپی) لاندې ادرسونو ته واستوی:

admin@mcit.gov.af   او     mi.bhat@mcit.gov.af

  1.  د داوطلبۍ ټول اسناد دوه دوه کاپۍ لري چی په انګلیسي پښتو او دري ژبه کې لیکل شوی دی. د هغه شرکتونو نومونه هم باید ولیکلی شي چې په افغانستان کې دننه د بیرته جوړولو کار په مخ بوځي او دا اسانتیاوې ورسره وي. د داوطلبۍ هر هغه اسناد چې په انګلیسي  پښتواودري ژبه کې نه وي د قبول وړ نه دی او رد کیږي.
  2. دنرخ ورکول بهرنیو کمپنیو لپاره په امریکایی ډالرو کې ده اوکورني کمپنی خپل نرخ په افغانیوکی باید ورکړی او د اخستلو د امر د مودې پورې به پکی هیڅ قسسم  بدلون پکې نه راوستل کیږي.
  3. ستاسو ورکړي نرخونه به د آفرونو قبلولو د آخري نیټې څخه تر ۶۰ ورځو پورې موثر وي.
  4. د آفرونو قبلولو آخري نیټه ده: د ۲۰۱٢ کال د نویمبر ١۰ مه نیټه ده (د کابل په وخت د سهار یوولس بجې). رارسيدلي آفرونه به د ۲۰۱٢ کال د نویمبر په  ١۰ مه نیټه په یوولسو بجو خلاص شي. د شرکتونو نماینده ګان پخپله خوښه په داوطلبۍ کې ګډون کولی شي البته د دوۍ حاضري ضروري نه ده. رارسيدلي آفرونه به د ارزونې د کمیټې له خوا پرانستل کیږي.
  5.  آفر ورکونکی کولای شی د بریښنا لیک پتی په ذریعې سره خپل آفرونه راواستوی لیکن اصل او د هغې یو کاپي به په لیکلي توګه د افرونو د نیټې د ختمیدلو څخه یوه اونۍ وړاندې رالیږل کیږي. په بريښنالیک رالیږلی شوې آفرونو ته به هم د ارزونې د کمیټې له خوا ارزښت ورکړل شی.
  6. د داوطلبۍ ضمانت: تر څو دزیاتو داوطلبانو ته د برخې اخستلو زمینه برابره  شي، له دې امله هیڅ ضمانت ایښودلو ته اړتیا  نشته
  7. د آیسا جواز اویاد سوداګرۍ ثبتونې  اجازت نامه: ټول داوطلبان باید د آیسا جواز او یا هم هغه ثبت پاڼه چې په کې ورته دسوداګرۍ اجازه ورکړی شوي وي د داوطلبۍ د اسنادو سره راولیږي.

 

  1. ګرنټی او بیا جوړونه: سامانونه باید یو کال تضمین ولري. تر یو کال پورې باید د بیرته جوړونې پابند وي.

 

  1. د سامان تیارولو وخت: د خریدارۍ له امر وروسته به په یوه میاشت کې دننه دننه ټول سامان د کار په ځاې کې کار کولو ته آماده کړي.

 

  1. د پیشنهادونو ارزیابي: د مخابراتو وزارت به د لاندې معیارونو په اساس پیشنهادونه ارزیابي کوي
  • د پیشنهادونو جامع والی
  • قیمت
  • د پلی کولو نیټه

 

  1. د مخابراتو وزارت به د هغه داوطلبانو  ځوابونو ته ارزښت ورکوي کوم چې:

الف: د پورته ذکر شوي شرطونو اوځانګړتیاو په لحاظ پوره وي

ب:  لاسلیک شوي وي

  1. د اخستلو امر ورکول: د مخابراتو وزارت په هغه داوطلب ته د اخستلو امر ورکړي د کوم قیمتونه چې نازل ترین وي او د مادیاتو په لحاظ سره برابر او سم وي

د پورته شرطونو سره سم اخیستونکی دا حق لري چې دداوطلبانو ته د اخیستلو امر ورکولونه وړاندې  له داوطلبانو څخه د یو تن نرخونه قبول یا رد کړي، او یا هم د داوطلبۍ پروسه ختمه او له منځه یوسي.

ګټونکی داوطلب  به د مخابراتو د وزارت له خوا د آخري نیټې څخه وړاندې (هغه دوه میاشتې نیټه چې ستاسو نرخونه به په کې موثر وي) د اخستلو د امر پاڼې په ورکولو سره خپریږي

  1. د مخابراتو وزارت به د سامانونو د کار په ځاې کې د تر لاسه کولو څخه وروسته په  یوه میاشت کې تادیه کوي، تر هغې چې د ګټونکي داوطلب له خوا ټول اسناد (او د اسنادو دوه دوه عکسونه) وزارت ته په انګلیسي او محلی ژبه (پښتو یا دري) کې د داوطلب له خوا تسلیم شي.
  2. داوطلبان باید د خپل نژدې نماینده نوم، د اړیکی شمیره او د بریښنا لیک پته ولیکي.
  3. مهرباني وکړﺉ او دې بریښنالیک پتی ته خپل ځواب واستوي چې آیا تاسو غواړﺉ دې داوطلبی کې برخه واخلۍ او خپل نرخونه راواستوی او که نه؟

 

په درنښت

انجنیربریالی "حسام"

د مخابراتو وزارت تخنیکی معین

محمد جان خان واټ، کابل افغانستان

admin@mcit.gov.af

         

لومړۍ ضمیمه:  د داوطلبۍ فورمه (باید د دواطلب له خوا ډکه شي)

 

ډیر محترم د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ داداری ښاغلی رییس صاحب ته!

محمد جان خان واټ، کابل افغانستان

بریښنالیک: admin@mcit.gov.af

ښاغلی!

د ستاسو د داوطلبۍ د غوښتنې په ځواب کې ده چې شمیره یې په لاندې ډول ده:

MCIT/ICTDP/ RTQ-5/Goods/Furniture for PMO

دا چې مونږ ستاسو د داوطلبۍ غوښتن پاڼه وکتله او د دې ضمېمې مو هم په غور سره ولوستلې مونږ چې هویت مو لاندې څرګند شوی دی دا وړاندېز کوو چې د مخابراتووزارت ته به  دغه سامان په ...............................................امریکایې ډالرو/افغانیو او یا په هغه لیکلي قیمتونو باندې چې په جدولونوکې دي او د دې داوطلبې برخه ده تاسو ته درکړو.

مونږ ژمن یو چې که مونږ ګټونکي شو نو په هغه موده کې چې د دې داوطلبۍ د پاڼو برخه ده، پکې به تاسو ته سامان تیارکړو.

مونږ موافق یو چې زمونږ نرخونه به د داوطلبې مودی آخرې نیټی څخه تر ۶۰ ورځو پورې موثر وي او دا به په مونږ لازم وي چې همدا نرخونه د دې مودې تر پایه پورې برقرار وساتو او په همدې تاسو ته سامانونه درکړو.

مونږ ته دا هم څرګنده ده چې تاسو د دې پابند نه یاست چې نازل ترین نرخ یا هغه داوطلبۍ اسناد قبول کړﺉ چې تاسو یې تر لاسه کوﺉ.

نیټه: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ورځ:ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لاسلیک:ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 

د لاندې تن په نماینده ګۍ او  دهغه لپاره لاسلیک شو ( د داوطلب نوم او پته)


 

٢ ضمیمه: دسامانونو اړتیاو او نرخ جدول ( کوم چی به د داوطلب لخوا ډک کړی شی)

MCIT/ICTDP/ RTQ-5/Goods/Furniture for PMO  په تړاود

یاداښت: د مخابراتو اومالوماتی ټکنالوژی د ودی پروژی اړفرنیچر به د داوطلب لخوا باید وتړل او جوړکړی شی او په مربوطه دفترونو کی یی ځای پرځای شی.

Item No.

Description

Qty

Country of Origin of supplied Goods

Unit Price for delivery in the Offices of MCIT (in US$)

Total Price for delivery at site

1

Sofa Set {07 Seater Sofa Set; 02 Centre Table; 04 Side Tables}

02 set (02x 3 Seater; 02 x 02 Seater; 04 x01 Single Seaters; 02 Centre Table; 04 Side Tables)

 

 

 

2

Conference Table(06 Seater)

01

 

 

 

3

Conference Chairs

16

 

 

 

4

Director Chair (Mesh)

01

 

 

 

5

Director Tables

06

 

 

 

6

Director Chairs

06

 

 

 

7

Document Racks

06

 

 

 

8

Coat Hangers

04

 

 

 

9

Deluxe/Waiting Chairs for Visitors

04

 

 

 

10

Separator (Wooden Curtains)

02

 

 

 

11

Side Table for printer and other equipments

02

 

 

 

 

TOTAL

 

 

 

 

Signed:                                                                                                          

Date:                                                                                                  

On behalf of:                                                                                                


 

دریمه ضمیمه: تخنیکي او نورې ځانګړتیاوې او د داوطلب پلی کول

[RTQ No: MCIT/ICTDP/ RTQ-5/Goods/Furniture for PMO]

 

Item No.

Description of the Items

Specifications (Make, model, capacity or other description)

Statement of Compliance
 (Bidder to write “complying” or “not complying” to the given Specifications)

 

1

Sofa Sets

Sofa Set to have 02-3 Seater, 02 -2-seater and 04 independent 01-seaters(total in two set will be 08 pieces) +2 Center table;4 side tables

 

2

Conference Table

Conference Table-Deluxe type-for 6 Seats

 

3

Conference Chairs

Conference Chairs-non Rotatable with high back and arms

 

4

Director Chair (Mesh)

Each with high back and arms rotatable

 

5

Director’s Tables

6 ft x 4 ft with lockable drawers{with Side Shelf}

 

6

Director’s Chairs

Each with high back and arms rotatable {Revolving Chairs}

 

7

Document Racks

Each 6 feet x 4 feet, with 3 Document Racks covered by shutter-Glass and  document enclosure with Lock and key arrangements

 

8

Coat Hangers

6 ft height, each with 06 Hooks  and heavy base

 

9

Deluxe/Waiting Chairs for Visitors

Sofa Chairs, with resting backs and arms

 

10

 Separator wooden

Wooden folding type having four  sections

 

11

Side Table for printer and other equipments

4  ft x 4 ft with lockable drawers.

 

 

TOTAL

 

 

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۳۳ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون شبکې د بیارغولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۴ کابل
Background image

د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا!

د دغه وزارت د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو پروژه...

Back to tenders