اروپایي او امریکایي هیوادونو ته د افغانستان هوایي پستي صادراتي توکو د لیږدونې په موخه د استانبول ترانزیتي مرکز و ټاکل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان  کال د لړم د میاشتې ۲۶ مه نیټه اروپایي او امریکایي هیوادونو ته د افغانستان هوایی پستي صادراتي توکو د لیږدونې په موخه د استانبول ترانزیتي مرکز د یو مطبوعاتی کنفرانس په لړ کې چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و اعلان شو.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلی وهاب الدین سادات وویل: د خوښۍ ځای دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیرو مهمو لاسته راوړنو تر څنګ د هیواد پستي اقلامو او توکو د لیږدونې د کیفیت ، چټکتیا او خدمتونو د کچې د لوړولو په موخه ګام اخلی. ښاغلی سادات زیاته کړه: چې په دې وروستیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پست ریاست او ترکیې هیواد په تفاهم اروپا او امریکایي هیوادونو ته د پستي توکو د ترانزیت مرکز د استانبول په ښار کې ټاکل شوی او په فعالیت یې پیل کړی دی.

ښاغلي سادات زیاته کړه: شک نشته چې د دغه مرکز د فعالیت په پایله کې به د پستی خدمتونو په چارو کې د پام وړ ښه والۍ رامنځته شي، د ښاغلي سادات په وینا پخوا به دا راز لیږدونې د پاکستان د پست دفتر له لارې ترسره کیدلې چې  د ۲۰ ورځو په موده کې امریکایی هیوادونواود ۱۵ ورځو په موده کې اروپایی هیوادونوته رسیدلې. اوسمهال د دغه مرکز په فعالیدو به امریکا او اروپایي هیوادونوته د توکو لیږدونې بهیر د ۲ – ۵ ورځو په موده کې تر سره کیږی.

ښاغلي وهاب الدین سادات خپلو خبرو په دوام یادونه وکړه: په تیرو څو کلونو کې پستی سکتور په برخه کې د پام وړ بدلون او پرمختګ ندی رامنځته شوی نو له همدی امله د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي د افغانستان د پستي خدمتونو د چټکې ودې لپاره خپل هڅو ته دوام ورکوی تر څو په دغه سکتور کې پانګونه رامنځته او هیوادوالو ته د کار فرصتونه برابر کړای شی. ښاغلي سادات په ټینګار سره وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پست ریاست د سږ کال شپږو میاشتو عواید د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالۍ ښیی. د ښه او باکیفیته پستي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په پام کې ده چې د پست ریاست به په دولتی افغان پست شرکت بدل شی.

 

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی در ولسوالی شکین ولایت پکتیکا

به منظور ارائه خدمات مخابراتی و انترنتی به مناطق دورافتاده کشور، سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های یک تعداد شبکه های مخابراتی در ولایت سمنگان

در جریان این نظارت، اطمینان حاصل شد که تاکنون سیمکارت‌هایی که از طرف شبکه‌های مخابراتی برای نمایندگی های...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

نظارت از پروسه فروش سیم کارت‌های جدید در ولایت ننگرهار

طی این نظارت مشخص شد که جریان فروش سیمکارت‌های جدید شبکه‌های مخابراتی در این ولایت...

بازگشت به خبر